د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر کابل ته تللی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه نن د جون په ۱۲مه د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته ورسېد.

د پوځ وياند مېجرجنرل اصف غفور لږه شېبه مخکې پر خپل ټويټر ليکلي چې هېواد يې غواړي د افغانستان د ملي وحدت حکومت، ناټو او امريکا په افغانستان کې سوله پرځای کړي.

ياده دې وي چې څو ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې یو چارواکی د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو، چې جنرال باجوه به د خپل یو ورځني سفر پر مهال له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره ویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږو کاري ډلو په ګډون به په بېلا بېلو چارو خبرې کوي.

دا هغه شپږ کاري ډلې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په هدف پرې د پخوانیو ملاقاتونو پر مهال اتفاق شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG