د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني، فرانس، روس او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران سره ګوري


د جرمني، فرانسې، روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په برلین کې سره ګوري.

دوی به د اوکراین په ختیځ کې پر روان بحران او د کړکېچ سیمې ته د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتي ځواک پر استولو خبرې وکړي.

ټولې خواوې اوکراین ته د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتي ځواک د استولو پر پلان موافق دي، خو د مأموریت پر جزئیاتو اختلاف لري.

د جرمني او فرانسې حکومتونو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو ځواکونه د اوکراین په ټولو هغو سیمو کې چې د روسیې ملاتړ کوونکي بېلتون غوښتونکي فعالیت لري، ځای پر ځای شي چې د اوکراین او روسیې سرحدي سیمې هم په‌کې شاملېږي.

خو روسیه له دې نظر سره اختلاف لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن تر دې غونډې مخکې، په یوه مرکه کې وویل چې ننني بحثونه به اسان نه‌وي.

له ۲۰۱۴ میلادی کال راهیسې، د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلویو بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر ۱۰ زرو زیات وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG