د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي مشرانو د امریکا پر ولسمشر سخت انتقادونه پیل کړي


د نړۍ '۷' لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې له اعلامیې د امریکا پر وتلو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي مشرانو تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.

ولسمشر ټرمپ په پیل کې اعلامیه تایید کړې وه، خو وروسته یې د وتلو اعلان سرمشریزه ګډوډه وکړه.

ټرمپ د شنبې په ورځ ناوخته پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د کیوبک د سرمشریزې کوربه د کاناډا وزیر اعظم جسټېن تروډو له ناسمو څرګندونو وروسته، ده خپل استازي ته هدایت ورکړ چې د غونډې د وروستۍ اعلامیې له تاییده ډډه وکړي، تروډو مخکې ویلي وو چې د «G7» د غړو هېوادونو ټولو مشرانو دا اعلامیه تأیید کړې وه.

په ورستیو اونیو کې، د امریکا کاروباري شراکتدارانو پر فولادو او الومونیمو باندې د ټرمپ ادارې له لوري د نویو محصولاتو پر لګولو نیوکې کړې.

د کاناډا وزیر اعظم د سرمشریزې پای ته له رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې له دې تعرفې سره پر خپل مخالفت ټینګار وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې هېواد به‌یې په راروانه جولای میاشت کې ځوابي اقدامات وکړي.

جاسټېن تروډو
جاسټېن تروډو

تروډو وویل:

"موږ به خپل ځوابي اقدامات د جولايي په لومړۍ نېټه پیل کړو او د امریکا پر وارداتو به داسې محصولات ولګوو چې دوی پر موږ په غیر عادلانه ډول وضع کړې دي، دا خبره ما ولسمشر ډونالد ټرمپ ته هم په ډاګه وویله چې موږ په دې کار کې زړه نازړه نه‌ یوو، بلکې په پرېکنده توګه یې کوو، ځکه کاناډایان باادبه او مسؤل خلک دي، خو د چا فشار ته نه‌ تسلیمېږي."

ټرمپ د «G7» د سرمشریزې له پای ته رسېدو او د شمالي کوریا له مشر سره د تاریخي غونډې لپاره سنګاپور ته له روانېدو وروسته د تروډو د خبرو په وړاندې غبرګون وښود او ویې‌ویل، تروډو د سرمشریزې پر مهال یوازې په دې خاطر ډېر ارام و چې زما له تلو وروسته د امریکا له‌خوا اعلان شوې تعرفه خپل سپکاوی وبولي او ووایي چې دوی څوک تر فشار لاندې نه‌شي نیولی.

د کاناډا د وزیر اعظم دفتر د ټرمپ د تبصرې په ځواب کې په یو خبرپانه کې د ښاغلي تروډو له قوله ولیکل چې د «G7» په غونډه کې داسې کومه خبره نه‌ده شوې چې ده ټرمپ ته مخامخ او په عام محضر کې نه‌ وي کړې.

خو په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ټرمپ یو سلاکار لاري کودلو «CNN» ټلوېزیون ته وویل چې د کاناډا وزیر اعظم پر ټرمپ له شا د خنجر ګوزار وکړ او د سپینې ماڼۍ یوه بل سلاکار پیټر ناوارو فاکس نیوز ته وویل، په دوزخ کې به د هغو کسانو لپاره ځانګړی ځای وي چې له ولسمشر ټرمپ سره بې‌وفايي کوي او له دروازې د وتلو پر مهال پرې له شا د خنجر د ګوزار هڅه کوي.

د جرمني وزیر اعظمې انګلا مېرکل پرون وویل، د خواشینۍ خبره ده چې ټرمپ د «G7» د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه.

انګلا مرکل
انګلا مرکل

مېرکل وویل، دا د دې ټولنې د پای ته رسېدو په معنی نه‌ده او زیاته‌یې کړه چې اروپايي ټولنه د امریکا په وړاندې د ځوابي اقداماتو لپاره د تیاري په حال کې ده.

د فرانسې د جمهوري ریاست یوه مقام وویل، فرانسه او اروپايي ټولنه د «G7» د اعلامیې ملاتړ کوي او هغه چې له دې اعلامیې وځي، ښيي چې له دې ټولنې سره لېوالتیا نه‌لري.

متحده ایالات، کاناډا، بريتانیا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان د «G7» ډلې غړي دي.

روسیې هم پخوا په دې ټولنه کې غړیتوب درلود، خو د اوکراین د کریمیا د ټاپو له نیولو وروسته ترې وایستل شوه.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په دې ټولنه کې د روسیې د بیا غړیتوب غوښتنه هم وکړه، خو د سرمشریزې پرېکړه‌لیک په دې ټولنه کې د بیا غړیتوب لپاره روسیې ته د بلنې ورکولو یادونه نه‌ده کړې، مګر ویلي یې دي چې د نړیوالو کړکېچونو په اړه له روسیې سره تماسونه به دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG