د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي په افغانستان کې د اوربند هرکلی کوي


طالبانو د افغان ولسمشر لخوا د اوربند په ځواب د اختر په لومړیو درېوو ورځو کې د اوربند اعلان کړی.
طالبانو د افغان ولسمشر لخوا د اوربند په ځواب د اختر په لومړیو درېوو ورځو کې د اوربند اعلان کړی.

پراګ ـ په افغانستان کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو په وړاندې د وړوکي اختر په لومړیو درېوو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې ورځې پورې د اوربند اعلان کړی وو.

ډزبندي که د یوې ګینټې لپاره هم وي، هرکلی یې پکار دی.
کارپوه اعجاز خټک

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره یې له پاکستانه د مثبت کردار لوبولو غوښتنه کړې ده.

دا چې په دې لړ کې پاکستان څومره کردار ترسره کولی شي؟ په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک یې په اړه وايي:

((پاکستان په دې کې تر څه حده رول لوبولی شي، خو که څوک وايي چې د پاکستان په وینا دا ستونزه په مکمله توګه ختمیدی شي، نو دا هم سمه نه ده. اصلي خبره دا ده چې تر دې وړاندې هم څو څو واره د پاکستان په مرسته د افغان حکومت، طالبانو او امریکا ترمنځ د رابطو او خبرو اترو هڅې شوي خو نتیجه یې نه ده ورکړې، البته دا وار پکې په اول ځل له دواړو خواو د ډزبندۍ خبره شوې نو هیله ده چې پکې څه نا څه پرمختګ وشي.))

اعجاز خټک زیاتوي ډزبندي که د یوې ګینټې هم وي هر کلی یې پکار دی.

امریکايي او نېټو ځواکونه به هم د ډزبندۍ احترام کوي، تر هغې به په وسلو والو برید نه کوي چې پر دوی برید نه وي شوی.
د امریکا دفاع وزیر مایک پومپیو

بلخوا د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی وايي، د افغانستان، پاکستان او سېمې د امنیت لپاره پکار ده چې کابل او اسلام اباد نزدې اړیکې او صادقانه همکاري ولري:

((پاکستان او افغانستان ګاونډي، اسلامي او وروڼه هېوادونه دي چې تل به ګاونډیان وي، نو پکار ده چې د یو بل مشکلاتو او حساسیتونو ته پام وکړي. پاکستان دې په خپله خاوره وسله والو ته ځای نه ورکوي او افغانستان دې هم د نورو هېوادونو رقابتونه خپلې خاورې ته نه راوړي.))

د زیارت په ورځ د امریکا دفاع وزیر مایک پومپیو یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې امریکايي او نېټو ځواکونه به هم د افغان ولسمشر لخوا د ډزبندۍ د اعلان احترام کوي او تر هغې به په وسلو والو برید نه کوي تر څو چې په دوی برید نه وي شوی.

اړونده مطالب:

یوناما د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی

پکتیکاوالو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړ

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG