د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکاوالو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړ


په پکتیکا کې ولسي غونډه.
په پکتیکا کې ولسي غونډه.

نن د سې شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ارګون زون د لسو ولسوالیو قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د کابل پروسي د غونډې پرمهال يې ددولت وسلوالو مخالفینو ته وړاندې کړی دی.

ویناوالو زیاتوله، چې د سولې لپاره د افغان حکومت اوسنۍ وړاندیز بې سارې دی او د وسلوالو مخالفینو هم مسوولیت جوړیږي، چې دولت سره د ټولو ستونزو د حلولو لپاره مخامخ خبرې اترې وکړي.

یاده غونډه چې د قومونو او سرحدونو چارو وزارت له لوري د ځايي ادارې په همکارۍ جوړه شوې وه، د قومونو او ولسونو پر یووالي هم په کې ټېنګار وشو.

د یاد وزارت استازي نیازمحمد امیري وویل وسلوالو مخالفینو ته د ولسمشر د سولې وړاندیز افغانان او نړیوال پدې قانع کړل، چې افغان حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی.

ښاغلي امیري زیاته کړه:

((د رييس صیب جمهور هغه د سولې طرحه، د مخالفینو په مقابل کې هغه تېریدنه چې ده لرله، نو دې قدم اخیتسلو ته يې دنیاوال او هم زموږ ګاونډیان حیران شول چې څنګه یو برحاله او حاکم نظام د خپلو مخالفینو په مقابل کې د دومره زیات ګذشت او برده باري څخه کار اخیستلی شي، چې دا يې موږه هم تایدوو او د یو با شهامته او مدبر مشر د میړانې او شهامت نښه يې بولو.))

د پکتیکا د ارګون زون د قومي مشرانو په غونډه کې ځايي ملکي اوپوځي مسوولینو هم برخه درلوده.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، چې پدې هېواد کې د جګړې د دوام لپاره توجیه نشته او ټولې مسالې د خبرو اترو له لارې حل کیدلی شي.

ده وویل، د ملت په واسطت به وسلوالو سره خبرې وکړي، که د دولت لوری ملامت وي، نو پړه به ومني، که دولت ملامت نه دی، نو هغوی ته هم دا مسوولیت متوجه دی، چې د بې ګناه افغانانو په وژنه ویاړ او د جګړې پر دوام دې ټينګار نه کوي.

د پکتیکا والي د قومونو تر منځ یووالی هم یو ضروري اصل وباله او ويې ویل، کچیرې دا یووالی ټېنګ وي، نو دلته به پرمختګونه رامنځته کیږي او د خلکو او قومونو ژوند او عزت به ورسره خوندي وي.

بل لوري ته قومي مشرانو وویل، چې د سولې له بهیره کلک ملاتړ کوي او خپل قومي او ولسي یووالی يې هم د تېر په شان ساتلی دی.

قومي مشر پیرغلام وویل، چې د پکتیکا ولسونه او قومونه په خپلو منځو کې توپیرونو ته نه دي قایل او خپل اتحاد به تر پایه وساتي.

د ارګون زون د لسو ولسوالیو د قومي مشرانو او اوسیدونکو داسې مهال د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړ، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان زرګونه دیني عالمانو په یوه متفقه فتوا کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکیلو خواوو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان دیني عالمانو ویل، چې د افغانانو تر منځ سوله او د سولې لپاره مخامخ خبرې کولی شي، چې د یو مهالوېش له مخې د بهرنیانو وتلو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG