کابل - د افغان علماوو له لوري په هېواد کې د جګړې له ناروا بللو وروسته افغان حکومت د طالبانو په مقابل کې څو ورځنی یو اړخیز اوربند اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو یې د پابندۍ ډاډ ورکړی او یوناما یې هرکلی کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د جون پر اوومه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دغه پرېکړه د دیني عالمانو فتوا ته په درناوي شوې ده.
غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د اوربند پر مهال د طالبانو پر وړاندې له هر ډول تهاجمي عملیاتو څخه ډډه وکړي.
نوموړی وايي: ((د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پينځمې ورځې اوربند اعلانوم، په عین حال کې ټولو افغان ځواکونو ته لارښوونه کېږي چې د طالبانو پر وړاندې هر ډول تهاجمي عملیات ودروي.))
تر افغان ولسمشر وروسته، په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، د افغان حکومت له خوا د اوربند د پابندۍ تصدیق کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د حکومت له خوا د عارضي اوربند هرکلی کړی دی.
د جون پر اوومه د یوناما په یوه بیان کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړی استازی تدامېچي یاماموتو د افغان حکومت له خوا د سولې د رسمي بهیر پیلولو لوري ته د چمتووالي ستاینه کوي.
له ۲۰۰۱ز کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پرضد جګړه پیل شوې دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو په مقابل کې د اوربند اعلان کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا درې زره دیني عالمان کابل کې راټول شول او روان جنګ او ځانمرګي بریدونه یې ناروا وبلل.
خو غني په ویډيویي پیغام کې د دې ترڅنګ چې دغه یو طرفه اوربند يې د خپل دریځ قوت وباله، همداراز يې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه: ((د القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې به عملیات دوام لري، شوې پرېکړه سولې ته د باور او ژمنې له مخې او همدا شان د سولې د ټینګښت په برخه کې د هېواد د دیني عالمانو په ځواب کې شوې ده.))
په افغانستان کې امریکايي ځواکونو هم د جون پر اوومه په بیان کې ویلي، د القاعدې او اسلامي دولت ډلې (داعش) پر وړاندې روان عملیات د دې اوربند برخه نه دي.
ولسمشر همداراز وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به د دغه اوربند په اړه په یوه لویه غونډه کې ټول معلومات وړاندې شي، خو په دې اړه يې ډېر څه و نه ویل.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو د الخندق عملیاتو په پیلولو سره په ټول افغانستان کې خپلو بریدونه زیات کړل.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، په دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس، ازادي راډیو