د ایران ولسمشر حسن روحاني د جون په نهمه ویلي چې دی به د روس له ولسمشر ويلاديمېر پوتين سره د ایران له ايټمي تړونه د امریکا د وتلو په اړه خبرې وکړي.
روحاني به د جون پر لسمه د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډو کې له ولسمشر پوتین سره ګوري.
د امریکا ولسمشر تېره میاشت د ایران او نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر منځ د ایټمي تړونه له دې کبله د وتلو اعلان وکړ چې په وېنا يې په تړون کې ډېرې غلطيانې موجودې دي.
ولسمشر روحاني د مسکو او تهران تر منځ اړیکې ځانګړې وبللې او ویي ویل چې د دغه ايټمي تړون د عملي کېدو په لړ کې د روس رول مهم او رغوونکی دی.
روس او ایران د شام په کورنۍ جګړې کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.