د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر له خپل روسي سیال سره خبرې کوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره به له ایټمي تړونه د امریکا د وتلو په اړه خبرې کوي.

د چین په قینداو ښار کې د شنګهايي همکاری سازمان سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره تر خبرو وړاندی ولسمشر روحاني نن ویل، د ۲۰۱۵م کال ایټمي تړون څخه د امریکا وتلو له وجې به د ایران او روس ترمنځ مهمې او سنجیده خبرې کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره میاشت له ایټمي تړون څخه دې ویلو سره له وتلو اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ په خبره دا تړون یو اړخیزه دی او په ایران به د امریکا نور اقتصادي بندېزونه هم ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG