د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي


افغان ځواکونه پخوانی عکس
افغان ځواکونه پخوانی عکس

افغان چارواکو ویلي، د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۴۰ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الدین قریشي ویلي، نن د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې پر درو امنیتي پوستو د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۲۵ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په نښته کې اته وسله وال وژل شوي او نهه ټپیان شوي دي.

بلخوا د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد ویلي، په زاول ولسوالۍ کې طالبانو پر پوستې برید کړی او لږ تر لږه اولس افغان سرتیري یې وژلي دي.

په دې پېښه کې ۱۳ تنه ټپي شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG