د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په هوايي برید کې د مړیو شمېر۵۱ ته رسېدلی دی


په شام کې د زردانه په يوه روغتون کې د ټپیانو حال.
په شام کې د زردانه په يوه روغتون کې د ټپیانو حال.

په شام کې د رژیم د مخالفو وسله والو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې په وروستۍ هوايي حمله کې چې شک کېږي روسي ځواکونو کړې، د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ ته رسېدلی دی.

په شام کې د بشري حقونو د څارنې یوه خپلواکه ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې دا هوايي حمله د جون میاشتې په اوومه نېټه د شام په ادلب ښار کې شوې چې نهه تنه ماشومان هم په کې وژل شوي دي.

د دې ادارې مشر، رامي عبدالرحمان ویلي:" جنګي الوتکو چې غالباً د روس وې، د شپې پر مهال د ادلب په شمال کې د زردانا په سمیه کې حملې کړې دي.

د روس دفاع وزارت دا خبرې رد کړې او د روس د دولتي خبري اژانس، تاس په حواله، ویلي يې دي چې له حقیقت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

دا په سیمه کې په روان کال کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG