نوموړی به د روانې اونۍ په پای کې د شنګای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر پوټین به نن د جمعې په ورځ د چین له ولسمشر ژي جینګ پینګ سره پر دوه اړخیزو ، سیمه ییزو او نړیوالو چارو خبرې وکړي.
د چین چارواکو ویلي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن چین ته ورسېږي.
د شنګای همکارۍ سازمان غونډه د جون پر نهمه او لسمه نېټه ترسره کېږي.
تمه ده چې د چین ، روس او ایران د ولسمشرانو د موجودګۍ پر وخت د ایران له ایټمي تړون څخه د امریکا پر وتلو هم خبرې اترې وشي.