د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د زیارت پر ورځ د پاکستان له نګران وزیراعظم ریټایرډ جسټس ناصرالملک سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
د وزیر اعظم له دفتره خپور شوې بیان وايي مایک پینس د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په استازیتوب د ښو اړیکو څرګندونه وکړه.
دواړه مشران د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو په پیاوړي کولو سلا شول.
پر دې برسېره، دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د هدفونو په حاصلولو هم موافق شول.
ناصرالملک وویل نګران حکومت پر ټاکل شوي وخت د شفافو، رڼو او پرامنو انتخاباتو لپاره د انتخاباتي کمېشن هر ممکن مرسته کوي.