د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر: بمي چاودنې د دوو پولیسو په ګډون درې تنه وژلي


د خېبر پښتونخوا د کوز دیر د مېدان په لري پرته سیمه لاموتۍ کې د پولیسو پر ګاډي د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د زیمداره تاڼې اېس اېچ او بخت منېر، د هغه ډرېور او يو ولسي وګړی وژل شوي دي.

د پېښي په اړه ځايي ډي اېس پي فخر عالم خان د جون پر اوومه مشال رادیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه پوليس سپاهيان زخميان شوي هم دي.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG