د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پوځ تنقیدواله پاکستانۍ خبریاله له تښتولو پس خوشې شوه


ګل بخاري
ګل بخاري

د پنجاب په لاهور ښار کې یوه خبریاله او د بشري حقونو فعاله ګل بخاري چې په سیاست کې پر مبینه پوځي لاسوهنه باندې په ډاګه نیوکې کوې، کورنۍ او ملګري یې وايي چې د څو ساعتونو تر تښتولو پس نن پر ۶ جون راپرېښودل شوې ده.

ګل بخاري د پښتون تحفظ مومنټ په حق کې هم بیانونه ورکړي دي.

ګل بخاري چې د پاکستان او برتانیا غبرګ شهریت لري، پر ټولنیزو رسنیو په راتلونکیو ټولټاکنو کې چې د جولايي پر ۲۵ مه کېږي د پاکستاني زورو پوځ پر مبینه لاسوهنو باندې په ډاګه نیوکې کوي.

هغه د مسلیم لیګ ن مشر نوازشریف هم ملاتړ کوي چې له پوځ سره یې شخړه ده.

ګل بخاري تر هغه یوه ورځ پس نامعلومه کسانو تښتولې چې د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور په دوشنبه ویلي ول، دوی پر پاکستانیو امنیتي ادارو د تنقیدکونکیو څارنه پیل کړې ده. دا مهال په پاکستان کې د بیان ازادۍ پروړاندې پراخې سرکاري هلې ځلې روانې دي.

د دې خاوند او ملګرو یې ویل، چې بخاري د جون په ۵ مه د "شپې ناوخته وقت نیوز شو" کې د یو ټي وي پروګرام تر ریکاډولو پس پر لار وه چې د لاهور ختیز کې یې ګاډی ودرول شو او دا یې ترې اوچته کړه.

کله چې هغه یوڅو ساعته پس خوشې شوه نو مېړه علي نادر بخاري یې رسنیو ته ویلي چې "هغه راستنه شوې او روغه ده. "

د ګل بخاري د تښتول کېدو خبر ډېر زر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی وو او ډېرو دا ویل چې د پېښې تر شا د پوځ لاس ښکاري، په خپله پوځ په زغرده د داسې تورونو ځواب نه وايي.

یو پاکستاني خبریال سید طلعت حسین پر ټویټر لیکلي دي:​ ''که دا خبره رښتیا وي نو ښايي دا به د یوې تنقیدکونکي تن د خاموشه کولو یوه بې پروا پېښه وي، ایا دا پاکستان دی که د کیم جون اونګ شمالي کوریا؟ او که د السیسي مصر؟''

د نواز شریف لور مریم نواز ویلي چې دا کړنه "یوه بدترینه ځورونه ده. "

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د خولورو خبریالانو او مدني فعالانو د تښتول کېدو او د هغوی د خاموشه کولو هڅې مخې ته راغلي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب اداره وايي، پاکستاني خبریالانو وار له مخې ډېرې زیاتې غمیزې لیدلې دي.

نور ولولئ

سېنسرشېپ هېواد ته تاوان رسوي: شاهد خاقان عباسي

د پاکستان پارلېمان غړي د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي

XS
SM
MD
LG