د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات افغانستان ته نظامي سلاکاران استولي


د متحده عربي امارات نقشه.
د متحده عربي امارات نقشه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دې هېواد ته د متحده عربي اماراتو د نظامي سلاکارانو استول کیدل تایید کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د سېشنبې په ماښام په ارګ کې د ملي امنیت د شورا غونډه کې توافق وشو.

د مرتضوي په وینا تر اوسه افغانستان ته د عربي متحده اماراتو د نظامي سلاکارانو د استول کیدو دقیق وخت او شمیر نه دی نهايي شوی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال مرتضوي زیاته کړه چې د متحده اماراتو نظامیان به د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

دا مهال په افغانستان کې نږدې ۱۵زره نړیوال سرتېري حضور لري چې ډېر یې امریکایان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG