د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران د جون په ۱۲مه ویني


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران به د روانې جون میاشتې په ۱۲مه په سنګاپور کې له یو بل سره وویني او د دې سرمشریزې په تنظیمولو دواړه لوري کار کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د دوشبنې په ورځ وویل، د امریکا او شمالي کوریا پلاوي د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د راتلونکې سرمشریزې په اړه خبرې کوي.

د سرمشریزې پوره اېجنډا لا نه ده اعلان شوی.

سارا سېنډرز ویلي، د کیم جونګ اون هغه لیک چې د شمالي کوریا یوه لوړپوړي چارواکي کیم یان چول د جون پر لومړۍ نېټه ولسمشر ټرمپ ته استولی وو، په زړه پورې دی. خو سارا یې نور جزیات بیان نه کړل.

ولسمشر ټرمپ ویلي، تمه لري چې له کیم سره مذاکرات به یې د شمالي کوریا اټومي پروګرام ختمولو لړ کې مثبتې نتیجې مخې ته راوړي.

XS
SM
MD
LG