د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د واڼه پېښې پر ضد لاریون


په مینګوره کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لاریون

د سوات په مينګوره ښارګوټي کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړیو په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو او پر عام ولس د مبینه تشدد او هغوی ته د رسول شوې مرګ ژوبلې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه.

د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر مختيار يوسفزي مظاهره چیانو ته په خپله وینا کې وويل چې دولت دې هغه بريدکوونکیو پرضد کاروايي وکړي او ولس ته دې ځواب ووايي چې دغه وسله وال څوک ول چې پر عامو پښتنو ډزې کوي.

نوموړي احتجیانو ته په خپله وینا کې وویل چې په وزیرستان کې یو خوا ته د امنیتي ځواکونو کلاګانې دي، او بلخوا ته یې د نوموړي په ادعا ترهګر ساتلي دي. او د ضرورت په وخت یې پر تش لاسو پښتنو حمله اور کوي.

مختيار يوسفزي وویل چې د دوی ګوند د دغه عمل ډېره سخته غندنه کوي. د دې ملک واکداران په دې خبره باندې خبروو، چې دا کوم اور دوی بل کړی دی، په دې به یوازې پښتانه سوځي، داسې نه ده بلکې دا اور به د دوی تر خاورې او کورونو هم ورسېږي.

سوات مينګوره کي د پښتون خوا ملي عوامي پارټي تر سیورې لاندې له نشاط چوکه تر پرېس کلبه یو احتجاجي لاریون وشو. دوی ویل، په واڼه کې بېګا شپه د هغوی په وينا پر عامو پښتنو وسله والو بريد کړی چي پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

احتجاجيانو نارې وهلې چې ریاستي ترهګري نه مني او په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او غړیو پر کورونو د برید غندنه یې کوله.

نور ولولئ

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري

واڼه: وسله والو يو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

XS
SM
MD
LG