په اردن کې د حکومت د سختو اقتصادي پرېکړو له امله د زرګونه کسانو مظاهره نن دوشنبه هم دوام لري.
شااوخوا درې زره مظاهرهچیانو د پلازمېنې عمان سړکونو ته راوتلي او د حکومت د هغې طرحې مخالفت کوي چې له مخې يې د ماليې نوی قانون جوړېږي او بیې لوړېږي.
د پیسو نړیوال صندوق «ای اېم اېف» بیا د اردن د حکومتي نوې اقتصادي طرحې ملاتړ کړی دی.
مظاهره چیانو د وزیر اعظم هاني ملقي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې تر څو پورې پارلمان ته استول شوې اقتصادي طرحه لغوه شوې نهوي، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې یوې سرچینې روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې نن د ورځې په وروستیو کې به د اردن پاچا عبدالله دوهم د مظاهرهچیانو د غوسې کمولو په هدف له وزیر اعظم وغواړي چې استعفا وکړي.