د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار دیني عالم مولو عبدالحق خطیب ووژل شو


ناڅرګندو وسله والو د کندهار پر مشهور دیني عالم مولو عبدالحق خطیب ډزې کړي او هغه يې وژلی دی.

د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چي د موی مبارک د جامع جومات امام مولوي عبدالحق خطیب نن ماپښین تر جماعت وروسته د ښار په سرپوښ بازار کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د احمدي په وینا، حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

مولوي عبدالحق خطیب له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کندهار د موی مبارک د جامع جومات امام و.

نوموړی د کندهار له روشن فکره دیني عالمانو څخه و چې ډېر وخت به يې په دولتي غونډو کې چارواکو ته د ولس ستونزې بیانولې.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG