د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د عالمانو غونډې ته جوخت چاودنې اووه تنه وژلي


افغانستان: یو افغان پولیس سرباز په کابل کې د عالمانو غونډې سره د شوې چاودنې پس څارنه کوي. د ۲۰۱۸ز کال، ۴ م جون
افغانستان: یو افغان پولیس سرباز په کابل کې د عالمانو غونډې سره د شوې چاودنې پس څارنه کوي. د ۲۰۱۸ز کال، ۴ م جون

چارواکي وايي، په دوشنبه تر غرمې لږ مخکې په کابل کې د لویې جرګې کېږدۍ وره ته جوخت یوه ځانوژونکي برید اووه تنه وژلي او نهه تنه نور ژوبل دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دننه په خیمه کې د افغانستان له لر او بره ورغلیو دیني عالمانو ستره غونډه پای ته رسېدلې وه.

ستانکزي له یوه پولیس پرته نور وژل شوي ملکي کسان وبلل او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د سختو امنیتي تدابیرو په نتیجه کې ځانوژونکی و نه توانېد چې د لوېې جرګې تالار ته ننوځي.

د دې غونډې نېږدې ۳۰۰۰ علماوو په یوه فتوا کې په افغانستان کې ځانوژونکي بریدونه ناروا وګرځول، چې د اسلامي قانون له مخې منع دي.

د علماوو شورا پر افغان حکومت، طالبانو او نورو وسله والو ډلو د اوربند غږ وکړ. او له دواړو لوریو یې د سولې خبرو اترو غوښتنه وکړه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

دا لومړی ځل دی چې د افغان علماوو سترې شورا د اوربند ږغ کړی.

د شورا یوه غړي، غفران الله مراد غونډې ته په لیکلي بیانیه کې وویل چې بې ګناه افغان ولسي وګړي د دغه جګړې په اور کې سوځي.

له يادې غونډې وروسته په ٢٦ مخونو ديني عالمانو یوه فتوه صادره کړه چې په لومړيو برخو کې يې د سولې پر ارزښت رڼا اچول شوې ده.

په پاى کې په اوو مادو کې فتوا صادره شوې چې په لاندې ډول ده:

لومړى: د افغانستان اسلامي جهموريت چې له ۹۹ سلنه ډير وګړي يې مسلمانان دي او اساسي قانون يې د سيمې په کچه تر ټولو ډېر اسلامي دی، پر وړاندې يې وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هېڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو (دلایلو) پر اساس د جهاد حکم يواځې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) واک دی.

دوهم: دا چې په افغانستان کې جګړه ورځ بلې ته پسې غځېږي او هره ورځ د دې جګړې په ترڅ کې له دواړو غاړو په لسګونه ولسي کسان وژل کېږي او د جګړې په تداوم هېڅ راز ګټه مرتبه نه ده، بلکې ګټې يې يوازې دښمنانو ته رسېږي؛ نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کېني او روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي.

درېم: په اسلام کې ځانوژونکي بریدونه او چادونې هېڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو پر همدغه دليل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بريدونه، ترهګري، لارې شکونې او وېره اچونه په قطعي توګه حرام دي، ترسره کول، تمويلول او ورسره مرسته کول يې ناروا او غير شرعي دي.

څلورم: هر هغه څوک چې سولې ته غاړه نه ږدې د الله (ج) او د رسول صلى الله عليه وسلم پر وړاندې مسوول او په ښکاره توګه د الله تعالى له اوامرو سرغړونه کوي.

پنځم: افغاني ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده، د هر ډول ديني او اخلاقي مفاسدو ترويجول او ټولې هغه کړنې چې له ديني اساساتو سره په ټکر او د ځوانانو د بې لارۍ لامل کېږي، مردودې دي او بايد مخنيوی يې وشي.

شپږم: د مسلمانانو تر منځ د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ هر ډول نفاق، تعصب، تبعيض او ورته کړنې د اسلام مبين دين له اساساتو سره مغايرت لري او عاملین یې له اسلامي احکامو سرغړوونکي شمېرل کېږي او د دغو ناروا اعمالو ترسره کول او يا هغو ته وسيله ګرځېدل ټول منعه دي او د سزا وړ ګڼل کېږي.

اووم: موږ د هغو افرادو، بنسټونو، ډلو او هېوادونو مداخله چې په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب ګرځي او د افغان وژنې او نفاق لامل کېږي، په کلکه یې ردوو او محکوموو یې.

نور ولولئ

طاهري: افغان او پاکستاني علماء د افغانستان پر سوله غونډې کوي

" افغان پوځ د اسلام او هېواد لپاره قرباني ورکوي "

XS
SM
MD
LG