د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان پوځ د اسلام او هېواد لپاره قرباني ورکوي "


د شنبې په ورځ د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې پدې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.

دوی زیاتوله، افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په لاره کې قریاني ورکوي، نو علماء يې مرګ شهادت بولي او ملاتړ يې کوي.

ویناوالو د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي کړکیچ یوازینۍ حل لاره سوله او پخلاینه وښوده اوپدې لاره کې يې د افغان حکومت کوښښونه د یادولو وړ وبلل.

د غونډې یو ویناوال قاري عزیز الرحمن مصباح په خپلو خبرو کې وویل، موږ علماء کرام او قومي مخور د هغو خلکو اعمال په کلکو ټکو غندو چې زموږ په هېواد کې جنګ او جګړو ته دوام ورکوي، بې ګناه افغانان وژني، د هغوی وژنې ته جواز ورکوي، هغه کسان افغانان ندي بلکې د افغانانو دښمنان دي، افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي، موږ د خپلو امنیتي ځواکونو مړینه شهادت بولو او په دښمنانو يې غږ کوو، چې افغان ولس د خپل هېواد نه دفاع کوي او کولای شي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي د علماوو د غونډې د موخو په باب مشال راډيو ته وویل ، موږ دې ځای ته د خوست هغه جید او مشران دیني عالمان راغوښتي دي، یو دا چې دوی دې افغانانو تر منځ اتحاد او یووالي لپاره کار وکړي، دویم د هغه ترهګریزو بریدونه غندنه چې عموماً په ولسي هدفونو کې ترسره کیږي، درېیم د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د خپل حکومت څخه د ملاتړ غونډه وه.

مولوي محمدعارف عرفان له دیني علماوو او قومي مخورو غوښتنه وکړه، چې حق وینا وکړي، په کلکه دې د نظام ملاتړ وکړي، ځکه کوم ځای کې چې امنیت نه وي، نه په سم ډول عبادات کیږي او نه معاملات.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼی وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو سرتیري او منسوبین د دوی وروڼه او اولادونه دي او که اړتیا پېښه شوه، خلک به دوی سره د وطن د دفاع په مورچلو کې څنګ په څنګ ودریږي.

د غونډې په پای کېدیني عالمانو او قومي مخورو لخوا یو شپږ ماده ییز پرېکړه لیک تصویب شو، چې په هغه کې د سولې لپاره د روانو هڅو پر چټکتوب ټېنګار شوی وو.

په پرېکړه لیک کې راغلي ول، چې افغانان هم د نړۍ د نورو ولسونو په څېر د سوکاله او پرمختللي ژوندانه حق لري او پدې برخه کې د نورو قشرونو په شان دیني عالمان هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د خوست د دیني عالمانو د غونډې په پرېکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت څخه هم ملاتړ په ډاګه شوی دی.

XS
SM
MD
LG