د لاسرسي ځای

تازه خبر

تګلارې جوړېږي، عملي کوي به یې څوک؟


د مسلم لیګ ن حکومت په تلو تلو کې د مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه د هېواد لپاره د قامي امنیت نوې تګلاره په ډاګه کړه چې پکې د داعش وسله والې ډلې له خوا د ورپېښ خطر ذکر هم شوی دی او ویره ښودل شوې چې کېدای شي دغه خطر د افغانستان له ځینو سیمو پاکستان ته وغځېږي.

د امنیت په اړه د پاکستان په قامي تګلاره کې دا هم ویل شوي چې د انتظامي اصلاحاتو او اقتصادي او ټولنیزې ودې سره سره به د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد فکري مقابله هم مهمه ده.

په تګلاره کې راغلي چې اوس سختدریځي په تعلیمي ادارو او پوهنتونونو کې هم خوره شوې ده، او یوشمېر تعلیمیافته ځوانان هم د وسله والو ډلو ملګري شوي دي.

په پیښور پوهنتون کې د سیمه ایزه مطالعاتو د مرکز پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي، تګلارې تر دې وړاندې هم جوړې شوي دي خو څرګندې نتیجې يې نه دي ورکړي.

نوموړی زیاتوي په پاکستان کې ستونځه دا ده چې ټولې مهمې پرېکړې د منتخبو حکومتونو پرځای پوځي اسټیبلیشمنټ کوي.

(که د پاکستان امنیتي پالیسي وي او که د بهرنیو چارو یا له ګاونډیانو سره د اړیکو پالیسي وي، د پوځ پلاس کې وي، په دې کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو د وزارت هېڅ کار نه وي. دې (تېر) حکومت په پینځه کاله کې یوه پالیسي جوړه نه کړه، هغه به په تلو کې څه پالیسي جوړه کړې او څه بدلون به راولي؟

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د قامي امنیت په اړه لومړۍ پالیسي په دوه زره څوارلسم کال جوړه کړل شوې وه. د نوې پالیسۍ ترمخه به د لومړۍ پالیسۍ سپارښتنې پرمخ بیول کېږي او د صوبايي حکومتونو په مشوره او مرسته به عملي کېږي.

نور ولولئ
خرم دستګير: حکومتي بهرنۍ تګلار مو ګټوره وه


اسلام اباد او کابل راشه درشه زیاتوي​

شنونکي وايي ، د پاکستان حکومت باید د سخت دریځو پر وړاندې نرمه تګلاره پرېږدي​

XS
SM
MD
LG