د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي وايي ، د پاکستان حکومت باید د سخت دریځو پر وړاندې نرمه تګلاره پرېږدي


احسن اقبال تر ویشتل کېدو وروسته
احسن اقبال تر ویشتل کېدو وروسته

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي ، دا خبره د غور وړ ده چې په پاکستان کې د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره لا هم څومرې مزل پاته دی.

احسن اقبال دا خبره د دوشنبې په شپه له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې یوه ویډیو کې کړې ده.

نوموړي په ویډیو کې د ډاکټرانو او عامو خلکو مننه وکړه او ویې ویل چې پر هغه شوی برید په ټولنه کې کوجوده سخت دریځي په ډاګه کوي.

ده وویل، “زه کور ته روان یم. زما په بدن کې بنده مرمۍ به په ټول عمر دا را یادوي چې په پاکستان کې د امن ، یووالي او همغږۍ لپاره لا څومرې کار پاته دی او له دې ملک څخه د کرکې ورکولو لپاره لا هم څومرې مبارزه په کار ده. “

پر احسن اقبال د مې پر شپږمه د پنجاب په ناروال کې برید شوی وو د هغه په اوږه کې یوه مرمۍ لګېدلی ده.

برید کوونکي تر نیول کېدو وروسته پولیسو ته ویلي چې پر احسن اقبال یې برید ځکه کړی وو چې د ده په وینا د مسلم لیګ نواز حکومت د ناموس رسالت په قانون کې د بدلون هڅه کړې وه کوم تور چې حکومت وار له مخه رد کړی وو.

په پاکستان او په ځانګړې توګه پنجاب کې پر سخت دریځۍ نظر لرونکی عامر رانا وايي ، د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره به حکومت پر نشنل ایکشن پلان عمل کوي او د داسې ویناوو مخه به نیسي چې کرکه خپروي.

عامر رانا وویل، “زما په خیال حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي چې د زیاتېدونکې سخت دریځۍ مخه ونیول شي او په خاصه توګه پنجاب کې د سخت دریځو مشرانو په وړاندې له نرمې تګلارې تېر شي او د هغوي پرضد په کاروايي کولو کې له ځنډه کار وانخلي.”

د سخت دریځۍ پر شتون او مخنیوي نظر لرونکی ډاکټر خادم حسېن وايي ، په پاکستان کې د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره داسې تګلاره په کار ده چې د ټولو قامونو او مذهبونو رایه پکې اخیستل شوې وي.

ډاکټر خادم حسېن وویل، لومړۍ خبره دا ده چې دا اوس چې یې څنګه بیانیه جوړه کړې ده د دې بلکل پرضد بله بیانیه په کار ده. دویم دا چې پارلمان باید د ناموس رسالت قانون ، د مختلفو مذهبونو پرضد قوانین شته او هم داسې د ښځو پرضد قوانین موجود دي دې ته باید پام وشي او دریم دا چېد ټولو قامونو او مذهبونو غږ واورېدل شي او هغوی ته برخه ورکړل شي.

د پاکستان اوسني حکومت د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر خونړي برید وروسته په ملک کې د سخت دریځۍ مخنیوي او ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د نشنل ایکشن پلان په نامه تګلاره جوړه کړې وه پر کومه چې د زیاتره ګوندونو په وینا په رښتینې توګه عمل نه دی شوی. خو حکومت وايي په ملک کې یې د پخوا پرتله سخت دریځي او ترهګري کمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG