د لاسرسي ځای

تازه خبر

خرم دستګير: حکومتي بهرنۍ تګلار مو ګټوره وه


د پاکستان بهرنېو چارو وزير ويلي دي چې موجوده حکومت په خپله پنځه کلنه موده کې د افغانستان، هند،ايران او د نړۍ له ځینو نورو ملکونو سره د خپلو اړيکی ښه کولو کوښښونه کړي چې پکې ورته تر ډيره حده کاميابي ترلاسه شوې ده.

نن د زيارت په ورځ د بهرنیو چارو وزير خرم دستګير د مسلم ليګ ن حکومت پنځه کلنې مودا کې لاس ته راوړنو پحقله مطبوعاتو ته وويل چې د کاميابې خارجه پالېسۍ له وجې نه صرف له چين، روس، مینځني ختيځ او اروپايي هېوادونو سره د پاکستان اړيکې نورې هم ښې شوي بلکې د شنګهايي مرستو تنظيم مستقل غړي له ګرځېدو پرته د چين - پاکستان اقتصادي راهداري هم د موجوده حکومت یوه لویه کاميابي ده.

له افغانستان سره د اړيکو په باب د خرم دستګير وينا وه چې په تيرو پنځو کلونو کې د دواړو ملکونو ترمينځه اړيکې به کله ښې او کله به له تاوتريخوالي سره مخامخې وې خو په دا ورستېو کې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي افغانستان ته سفر یو مهم پرمختګ وو او دواړه ملکونه سره په ګډه کار کولو ته تيار شول.

اڅکزی: که پاکستان وغواړي په افغانستان کې به په ۹۰ ورځو کې امن وي

د نوموړي وينا وه افغانستان زموږ ېو مهم ګاونډي ملک دې او پاکستان ګڼي چې ېو مستحکم افغانستان د دې سېمې د امنيت لپاره ډير ضروري دې او نړۍ هم دا مني چې افغانستان کې امنيت په غېر د خبرو اترو نه ممکن نه دې نو پاکستان په افغانستان کې د امنيت لپاره هرقسمه مرستې کولو ته تيار دې او دې لړ کې د افغانستان پاکستان سولې او کرارۍ پر پلان باندې هم کار شورو کړې شوې دې او هيله لرو چې دې پروسې لوجې به د دواړو ملکونو په ېو بل باور زيات شي.

د دې پوښتنې په جواب کې چې امريکا تور پورې کوي چې پاکستان وسله والو سره مرستې کوي او ترهګرۍ پرضد جنګ کې خپل کار په صحيح توګه نه کوي د خرم دستګير وينا وه، په افغانستان کې امريکا د خپل تاريخ تر ټولو اوږد جنګ کې بوخته ده او په دې جنګ کې يې نه صرف په زرګونو پوځيان ووژل شول بلکې کربونه ډالره يې هم ولګېدل خو بيا يې هم کاميابي ترلاسه نه کړه نو د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي او ځکه دا قسمه بیانونه ورکوي، د پاکستان او امريکا ترمېنځه اړيکې د صدر ټرمپ په حکومت کې راتللو ورستو خرابې شوي دي د امريکا نوې انتظاميي سره د پاکستان په اعلې کچ خبرې روانې دي خو په لاندې کچ پرې څه عملدرامد نه کېږي چې له وجې دواړو ملکونو ترمینځه بداعتمادي زياته شوې ده خو د ده په خبره چې په ۲۰۱۱ کال چې د دواړو ملکونو اړيکې څومره خرابې وې نو په موجوده وخت کې تر هغې ډيرې ښې دي.

په پاکستان کې ضرب عضب او ردالفساد عملياتو پحقله د خرم دستګير وينا وه چې د ملک نه د وسله والو خاتمې لپاره دا عمليات شورو کړې شو او حکومت پکې تر ډيره حده کاميابي ترلاسه کړه او نن د ټولې قبايلي سيمې او خصوصا شمالي وزيرستان نه د وسله والو خاتمه کړې شوې ده.

نور ولولئ

بلاول د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه وبلله

XS
SM
MD
LG