د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انرژۍ فرانسوي شرکت توتال ته د ایران خبرداری


د ایران تېلو وزیر د انرژۍ فرانسوي شرکت توتال ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د واشنګټن له بندېزونو ځان معاف کړي کنه د ګازو د میلیاردونو ډالرو په پروژه کې به‌ یې ونډه د تېلو یوه چینایي شرکت ته ورکړل شي.

د تېلو د وزارت شانا خبري اژانس د بیژن زنګنه له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي توتال شرکت ۶۰ ورځې وخت لري چې په دې اړه له واشنګټن سره خبرې وکړي.

توتال یوازنۍ لوېدیزواله کمپنۍ وه چې له لوېدیزو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر اساس پر تهران د لوېدیځ د لیرې شویو بندیزونو په نتیجه کې یې له ایران سره په دې هېواد کې د پانګونې یو تړون کړی وو.

د جنوبي پارس د ګازو په ۱۱مه حوزه کې د ۴،۸ میلیارده ډالرو د پراختیایي پروژې په دغه معامله چې په تېر جولای میاشت کې شوې وه، توتال‌ یې مخکښ شریک دی.

په دې معامله کې د چین د پټرولیم کارپورېشن ملي او د ایران پتروپارس شرکتونه هم شامل دي.

واشنګټن له ایران سره د نړیوالې اټومي موافقې له وتلو وروسته پر تهران نوي بندېزونه لګولي او له اروپایي هېواونو يې هم غوښتي چې له دې هېواد سره له تجارتي معاملو لاس واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG