د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې افغان کمانډو د طالبانو له زندانونو ۱۰۳ تنه ازاد کړل


د طالبانو له زندانونو ازاد شوي خلک

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو کمانډو ځواکونو بېګا شپه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو په دوو زندانونو حملې کړې دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې (مې ۳۱) پر سهار مشال راډیو ته وویل، دغه عملیات د "سور کاریز او ده بابا" په کلیو کې شوي چې په پایله کې یې ۱۰۳ زندانیان چې پينځه ښځې او درې ماشومان هم پکې شامل دي، د طالبانو له منګولو خوشې کړي دي.

رادمنش وايي چې ازاد شوي زندانیان په هلمند کې د شوراب پوځي کیمپ ته انتقال شوي دي.

د طالبانو په زندان کې ښځې او ماشومان
د طالبانو په زندان کې ښځې او ماشومان

رادمنش زیاتوي:

"زموږ اتلو کمانډو ځواکونو د ترورېستانو محبس له‎منځه وړی دی، څلور کسان‌ یې وروژلي او یو کس‌یې نیولی، په دغو عملیاتو کې زموږ ۱۰۳ بې‌ګناه هېوادوال د ترهګرو له زندانه ازاد شوي، دغه‌شان ۱۰ بوشکې ماینونه او نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي."

بل‎خوا د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم مشال راډيو ته وویل، ازاد شوي کسان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي چې له څو کلونو راهیسې طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور بندیان کړي وو.

سلیم وايي چې په ازاد شویو زندانیانو کې د سیمه‎ییزو پولیسو یوشمېر سرتېري هم شامل دي.

هغه زندانیان چې د طالب له زندانه ازاد شوي.
هغه زندانیان چې د طالب له زندانه ازاد شوي.

وسله‎وال طالبان له کلونو راهیسې د افغانستان د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې فعال دي.

مخکې تر دې داسې راپورونه موجود ول چې دغې ډلې په یو لړ عملیاتو کې یوشمېر افغان سرتېري اسیر کړي او خپلو زندانونو ته‌ یې لېږدولي دي.

د کمانډو د اووم کنډک قوماندان منیب امیري چې د نوموړي په وینا خپله‌یې دغه عملیات رهبري کول وايي، طالبانو زندانیان شکنجه کول او اوبه او ډوډۍ یې نه‌ ورکوله.

منیب امیري
منیب امیري

نوموړی وايي:

"په یوه زندان کې ۴۶ تنه وو چې په هغه کې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم شامل وو، د یو بل کلي په بل زندان کې ۵۷ زندانیان ساتل کېدل، زندانیانو موږ ته ویل، هره ورځ‌یې شکنجه کول، تر اخرین ظلمه پورې چې له لاسه‌یې پوره و، په موږ یې تحمیلوو، اوبه او ډوډۍ نه ورته رسېدله، یوازې هغوی چې کورونه‌یې نږدې و، له کورونو ورته ډوډۍ رسېدله."

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دغو دوو زندانونو کې ۹۳ جنايي زندانیان ساتل کېدل او په عملیاتو کې دوی ته زیان نه‌ دی اوستی.

دا لومړی ځل نه ‎دی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله ‎والو طالبانو په زندانونو حملې کوي.

بلکې له‎ دې مخکې هم افغان ځواکونو د تېر لمریز کال په لړم میاشت کې د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۲۰ کسان ازاد کړي وو.

راپور: رحمت‎الله افغان

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

مظاهره کوونکو د چمن او کوټې سړک تړلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG