د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه وبلله


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پر پوليس روزنيز مرکز په بريد کې د ژوبلو کسانو ليدو وروسته له رسنيو سره په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پرضد د وفاقي حکومت پر هڅو شک وښود.

بلاول ويلي چې د بلوچستان خلکو درد محسوسولاى شي، ځکه چې د ده خپله مور په ترهګرۍ کې وژل شوې ده.

د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمې بېنظير بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوى او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د يکشنبې په ورځ د کوټې په یوه ولسي روغتون کې له هغو ۱۰ تنو پوليسو سره وليدل چې د اکټوبر پر څلورويشتمه نېټه پر پوليس روزنيز مرکز په ترهګریز بريد کې ټپيان شوي ول.

بلاول بوټو له ټپيانو سره تر ليدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې هغه مهال ژړغونى شو او تر سترګو يې اوښکې راوڅڅېدې چې د ترهګرۍ په يوه بريد کې وژل شوې خپله مور يې ياده کړه.

بلاول وويل، دى تر هر چا زيات د بلوچستان ولس درد احساسولاى شي، ځکه چې ده او خويندو يې مور په ترهګرۍ کې له لاسه ورکړه.

بلاول زیاته کړه:

"زه دومره پر غمجن يم زه دا احساسولاى شم چې پر تاسې به څه تېرېږي، زه د بي بي زوى يم او زه هم د دې ترهګرۍ قرباني يم، تر هغو چې زما د پاکستاني ولس وينه تويېږي او د شهيدانو کورنيو ته انصاف نه‌ رسېږي، زه به د ترهګرۍ پرضد د وفاقي حکومت هېڅ ادعا ونه‌منم. "

بلاول بوټو زرداري پر وفاقي حکومت په تېره پر وزیر اعظم نوازشريف او د کورنيو چارو پر وفاقي وزير چودري نثار علي خان کلکې نيوکې وکړې.

ده وويل چې د پاکستان ولس که په کوټه او بل هر ځاى کې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل کېږي، پر نوازشريف د ده په وينا پر رايونډوال- هېڅ اغېز نه‌ کوي، ځکه چې وايي، د هغه باچاهي سالمه ده.

بلاول د کورنيو چارو پر وفاقي وزير له ښو طالبانو يعنې له افغان طالبانو سره د ښو اړيکو تور پورې کړ.

دی وايي:

"په‎ خپله له ښو طالبانو سره ليدنې کوي، د سره جومات د خطيب پرضد هېڅ نه ‎شي کولاى، خو د پيپلز ګوند پر سيکولر سياستوال ډاکټر عاصم باندې يې د ترهګرۍ تور پورې کړى دى، تر يوه کال زياته موده کېږي چې هغه بندي دى، د چودري نثار په بند کې دی. "

بلاول بوټو وويل، مرکزي حکومت ته په اوسنيو حالاتو کې په‎کار وه، د هغه دښمن په ضد يې توافق کړى وى چې کوټه کې يې هزاره‎ګان او مدافع وکيلان او په پېښور کې يې ماشومان ووژل، خو وايي سره له دې چې پوځ، پوليس او نورې امنيتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد جنګېږي، خو نواز شريف، عمران خان او چوهدري نثار علي خان د ترهګرو پر ضد تر خولې غږ هم نه‌شي ايستلاى.

بلاول د اوسني حکومت بهرنۍ تګ‎لاره ناکامه وبلله او وویل:

"ستاسې بهرنۍ تګلاره په دې تېرو درو کلونو کې ناکامه ده، له ايران سره ستاسې اړيکې خرابې دي، له افغانستان سره مو خرابې دي، له چين سره د اصف علي زرداري په خاطر ډېرې ښې دي، خو که تاسې د چين-پاکستان اقتصادي لارې پروژه جنجالي کوئ، نو هلته هم ستړې را ولاړېداى شي."

بلاول بوټو زرادري وويل، مرکزي حکومت ته‌ يې څلور غوښتنې وړاندې کړې چې په هغوى کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه، د چين-پاکستان اقتصادي لارې جوړېدو په اړه د پاکستان د ټولو ګوندونو توافق، د پاناما اسنادو د تورونو پر اساس د وزیر اعظم نوازشريف صلاحيت سلبول او د بهرنۍ تګ‎لارې سمول شامل دي.

دی وايي که حکومت‌ يې غوښتنې د نومبر تر اوومې نېټې و نه ‌مني، نو بيا احتمال شته چې د بېړنيو ټاکنو لپاره جمهوري احتجاج او لاريون پيل کړي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG