د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد حنیف اتمر له خپل امریکایي ساري جان بولټون سره خبرې کړي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېر ماښام ناوخته له خپل امریکایي ساري جان بولټون سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالاتو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او د افغان دولت په مشرۍ د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د ښاغلي اتمر له دفتره په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د دولتونو په سطحه د دوه اړخیزو ژمنو پر دوام ټینګار وکړ او د حالاتو د څېړنې په هدف‌یې د دوامداره اړیکو ساتل مهم وبلل.

اعلامیه زیاتوي، په دې وېډیویي کنفرانس کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ پر بېلابېلو اړخونو او د هغې پر تطبیق او لاسته راوړنو هم خبرې شوې دي.

د اعلامیې له مخې، ښاغلي اتمر او جان بولټون د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو میثاق او په دې برخه کې پرمختګونه وارزول او د چارو د لا چټکتیا لپاره‌یې لازمې پرېکړې وکړې، خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

دا خبرې داسې مهال شوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، اسلام‌اباد ته تللی و.

په دې سفر کې دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان د عملي کولو لپاره د ځانګړو اقداماتو په ترسره کېدو موافقه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG