''د چرنجیت سینګ په وژنه د امن کارونه نیمګړي شول''
په پېښور کې د وژل شوي سیک ټولنې مشر چرنجیت سینګ اخیري رسمونه په اټک کې ترسره شوي دي. نوموړی په سه شنبه د پیښور په سکیم چوک کې په خپل دکان دننه په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو. د چرنجیت سینګ په وروستیو مراسمو کې مل یوه فعال هارون سرابدال مشال راډیو ته وویل چې د چرنجیت په وژنه د امن کارونه نیمګړي شول. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډیو