د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د وسله والو شپږ کسيزه ډله نيول شوې


د کندهار ملي امنیت له رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې د وسله والو د نیول شوي ډلې غړیو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پرضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.

سرچينه وایي، چې نيول شویو وسله والو د کندهار پر هوايي ډګر هم توغنديز بريدونه کړي او د لويو لارو پر سر به يې ماينونه ښخول.

په خبرپاڼه کې د يادو وسله والو سره د وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکول شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې ياد وسله وال څه وخت نيول شوي دي.

خپله د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG