د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره مراد جمالي: سړکغاړې چاودنې ۱۴ تنه ژوبل کړي


نصیر اباد ولسوالۍ
نصیر اباد ولسوالۍ

د بلوچستان نصیر اباد په ډېره مراد جمالي ښارګوټي کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل کړي دي.

په ډېره مراد جمالي کې د پولیسو مشر نذیر کرد بېګا شپه مشال راډيو ته وویل، چاودنه د سېشنبې په ماښام تر روژه ماتي وړاندې د سړکغاړې ښخ کړل شوي بم له وجې په بازار کې شوې ده او په ټپیانو کې پولیس هم دي.

نوموړی زیاتوي، د چاودنې هدف د پولیسو ګاډی وو.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG