د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر له چینايي مشرانو سره ویني


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې جون میاشت په پیکېنک کې له چینايي مشرانو سره وویني.

دا خبره پرون یکشنبه د چین بهرنیو چارو وزارت وکړه.

که څه هم پیکېنک ته د روحاني د سفر کره نېټه نه ده جوته، خو نوموړی به په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د جون له شپږمې تر لسمې پورې دوام کوي، د څارونکي په توګه برخه واخلي.

روحاني په داسې وخت کې چین ته سفر کوي چې نړیوال قدرتونه د ایران له اټمي موافقې څخه د امریکا تر وتلو وروسته د دې موافقې د ژغورلو هڅې کوي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې کلک ملاتړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG