د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېن ویلیمسن: راشد خان د نړۍ بهترينه لوبغاړی دی


راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سپېنر دی او په ۲۰ اووره کرکټ کې یې لوبه بې‌سارې بلل کېږي.

کېن ویلیمسن
کېن ویلیمسن

هغه په وروستیو کې د هند د حیدراباد ښار د سن رایزرز په لوبډله کې د کلکتې د نایټ رایډرز پر وړاندې، د ۲۰ اووره کرکټ مسابقه کې داسې ګډون وکړ چې له هنده تر افغانستانه ‌یې غوغا جوړه کړه.

د هند د کرکټ په پریمیرلیګ کې د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې مشري هم کېن ویلیمسن کوله او ویلي یې دي چې ۱۹ کلن راشد خان په بېټېنګ او بالنګ کې په زړه پورې مهارت څرګند کړی دی.

سن رایزرس د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې له چنای سوپر کنګ لوبډلې ماته وخوړله.

ټاکل شوې چې افغانستان راتلونکې میاشت په بنګلور کې د هند پر وړاندې په ټېسټ مېچ کې مخامخ شي او کېن ویلیمسن باور څرګند کړی چې راشد خان ټول هغه کمالونه لري چې په دې پنځه ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان بري ته ورسوي.

افغانستان او ایرلنډ په ۲۰۱۷ کال په ‎دې سیالیو کې د ګډون ځای وګاټه.

د جون په ۱۴مه نېټه دا سیالۍ پیلېږي او که افغانستان د سیالۍ ګټونکی شي، دا جګړه ځپلی هېواد به په نړۍ کې ځان ته نوم وګټي.

افغانستان د کرکټ په نړیوالو سیالیو یا د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې د ګډون حق هم ګټلی دی.

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ به راتلونکی کال په وېلز او انګلستان کې وشي.

راشد خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې بولۍ ته ودرېد چې د حیدراباد سن رایزرس ټیم وګټله او هغه ته ‎يې په «ای. پي. اېل» کې د لوبې لپاره ۱،۳ میلیونه ډالر ورکړل.

د هند وتلي کرکټر سچېن ټندولکر، څو ورځې مخکې د راشد خان په اړه پر ټویټر لیکلي ول، چې راشد خان د نړۍ تر ټولو ښه سپینر دی.

نور ولولئ

افغانستان د کرکټ نړیوال کپ ته ورسېدی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG