د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه لوبه دوه بریاوې


د ارشیف انځور کې افغان لوبډله په خپلې بریا خوښي ښکاره کوي.
د ارشیف انځور کې افغان لوبډله په خپلې بریا خوښي ښکاره کوي.
صفی الله ستانکزی

پراګ ـ لومړۍ بریا د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو اتلولي ده او دویمه په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو سل ویکټو ترلاسه کول.

افغان لوبډلې د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ ویسټ اندیز ته ماتې ورکړه او ویې کړای شول چې د لسو لوبډلو تر منځ د پیل شوي ټورنمنټ اتلولي خپله کړي.

په دې لوبه کې افغانستان لومړی بالنګ وکړ او د ویسټ اندیز لوبډله یې له ۲۰۴ ډېرو منډو ته پرېنښوده په ځواب کې افغان ټیم دا هدف په ۴۰ اور کې پوره کړ.

افغان بالرانو مجیب الرحمن څلور ویکټې، ګلبدین نایب دوه ویکټې،شرف الدین،راشدخان او دولت ځدراڼ یوه یوه ویکټه واخیسته.

د توپ وهونکو په برخه کې هم شهزاد محمدي ۸۴ او رحمت شاه ۵۱ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

شهزاد محمدي د یکشنبې ورځې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان پایلوبې ته د رسېدو لپاره د ګروپي دور یوه او د شپږ غوره ټیمونو د دور ټولې درې واړه لوبې وګټلې.

که څه هم افغانستان په ګروپي دور کې له لومړیو دریو پرله پسې ماتو وروسته نړیوال جام ته د وتلو هیله له لاسه ورکړې وه خو په څو پرله پسې بریاوو او د نورو ټیمونو ماتو افغانستان ته د مختګ لار هواره کړه.
د یکشنبې ورځې په لوبه کې تر ټولو بل غوره ریکارډ هم د افغان بالر راشد خان له خوا ټینګ شو. هغه په ۴۴ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو په اخیستلو بریالی شو.

دا ریکارډ تر کلونو کلونو پورې د اسټرالیايي لوبغاړي میچل سټارک په لاس کې و چې په ۵۲ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې اخیستې وې خو راشد خان د اتو کمو لوبو په توپیر دا ریکارډ خپل کړ.

XS
SM
MD
LG