د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې یو شمېر سکولونه تړلي دي


په افغانستان کې د سکول زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي (پخوانی عکس)
په افغانستان کې د سکول زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي (پخوانی عکس)

د افغانستان په تخار ولایت کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په څلورو ولسوالیو کې لږترلږه ۲۷ سکولونه تړلي دي.

په تخار کې یو چارواکي صمد عبادیار پرون د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دا ښوونځي په روانه اونۍ کې تړل شوي او له امله یې ۱۱ زره زده کونکي له سکولونو پاتې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وروستیوکې په تخار کې د معارف هغه رئيس ونیوه چې د وسله والو طالبانو له لوري ټاکل شوی وو. د جرمني دخبري اژانس په حواله، وسله والوطالبانو تردې پېښېوروسته په څلورو ولسوالیو کې ښوونځي بند کړل.

دپوهنې وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د امنیت د خرابوالي له امله شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونځي بند او نږدې درې نیم ملیونه زده کونکي له تعلیمه بې برخې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG