د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبا شنبه د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر پیلېږي


ټاکل شوې چې په ولسي جرګه او د ولسوالیو په شوراګانو کې د غړیتوب د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر سبا پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد آزادي راډیو ته وویل چې د لازمو شرایطو لرونکو کاندیدانو اسناد د جوزا پر ۲۲ نېټه اخیستل کېږي او د کاندیدانو وروستی لېست به له ارزونې وروسته اعلان شي:

"د شنبې په ورځ به په کابل او ۳۴ ولایتونو کې هغه کاندیدان چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړي، زموږ دفترونو ته راځي او هغه فورمې به اخلي چې کمXسیون چمتو کړې دي."

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې یا مېزان د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي، اروپايي ټولنې او د انتخاباتو ځینو څارونکو ډلو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده او وايي چې په دې برخه کې روانې هڅې کافي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG