د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د روانې میاشتې پر ۲۷مه نيټه اجلاس راغوښتی دی چې پکې به د فاټا اصلاحاتو بل په حمایت کې یو قرارداد وړاندې کوي.

د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکيم مشال راډيو ته وويل چې ګوند يې د اولې ورځې راهسې دا کوښښ کوو چې فاټا د خېبرپښتونخوا برخه جوړه کړي او په دې لړ کې به د راتلونکي اتوار په ورځ د صوبايي اسمبلۍ غونډه رابللې چې پکې به د فاټا اصلاحاتو بل نه متعلق یو قرارداد وړاندې کوي او هم په یاده ورځ به يې په لوی اکثريت سره منظوري هم ورکوي.

د نوموړي وينا وه چې مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند په ګډون په اسمبلۍ کې موجودو د ډېری ګوندونو غړیو ته دعوت ورکړی چې په یاده ورځ په غونډه کې ګډون وکړي.

خو د جميعت علماء اسلام ف ډلې د خېبر پښتونخوا غړی محمود احمد خان وايي ګوند يې له اولې ورځې راهسې په هر ډګر فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کړی او کوښښ به يې وي چې د راتلونکې اتوار په ورځ دا قرارداد له اسمبلۍ څخه منظورېدو ته پرېنږدي.

'د فاټا ولس بې تپوسه ګډون نه مني'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

د ذکر ده چې قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه په فاټا اصلاحاتو سره وېشل شوي دي. عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، پاکستان پيپلز ګوند او جماعت اسلامي پشمول یو شمېر نور ګوندونو او د فاټا نه منتخب ځنې پارلېماني استازیو قبايلي سيمې د خېبرپښتونخوا برخه جوړولو غوښتنه کوله نو بل پلو جميعت علماء اسلام ف، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او ځنې منتخب پارلماني استازیو د ځان له صوبې غوښتنه کوله.

مشال راډيو چې کله د قانوني چارو کارپوه اعجاز هوتي نه تپوس وکړو چې د پارلمان او سېنېټ د منظورۍ وروستو دا ضروري ده چې دغه قانوني مسوده د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ نه هم منظورا کړې شي نو نوموړې وايي د ايين ترمخه ړومبې دا د صوبايي اسمبلۍ نه منظورول پکار وو.

د فاټا بل منظوري ته هرکلی او نیوکې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

د نوموړي په وينا چې د ايين تر ارټيکل ۲۳۹م لاندې صدر نه شي کولی چې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدلېږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو منظورېدو ته اړتيا لري.

نور ولولئ

سېنېټ هم د فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو بل ومانه

د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟

XS
SM
MD
LG