د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې ځانمرګي برید یو لوړپوړی پولیس افسر وژلی


د عراق په پلازمېنه بغداد کې نن سهار وختي یوه ځانمرګي برید د یوه پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي.

د عراق رسنیو او امنیتي چارواکو ویلي چې دا برید د بغداد په شمال لوېدیزه برخه الشولا کې په یو پارک کې شوی دی چې ۱۵ تنه یې ټپیان کړي هم دي.

دوی وايي، پېښه هغه مهال وشوه چې ځانمرګی پارک ته ننووت او پولیسو ونیولو.

د چارواکو په وینا، چا تر اوسه د دې برید زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG