د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټ میلر ښايي افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو مشر شي


رپوټونه وايي، تمه ده چې امریکايي جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شي.

دا خبره یوشمېر امریکایي رسنیو ته ځینو چارواکو د نوم نه ښودولو په شرط کړې ده.

د ۲۰۱۶ ز کال له مارچ راهیسې جنرال جان نیکلسن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان دی.

که چیرته سپینه ماڼۍ جنرال میلر ته دا دنده سپاري نو هغه به د امریکا د سېنېټ تایید ته هم اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG