د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدفي برید د بنو ایکسایز او ټیکسېشن افسر فرید الله شاه وواژه


د بنو نقشه
د بنو نقشه

په بنو کښې ناڅرګندو وسله والو بېګا شپه د ایکسایز او ټیکسېشن افسر فرید الله شاه په ډزو وژلی دی.

د بنو پولیسو په وینا د ایکسایز او ټیکسېشن د بنو لوړپوړی چارواکی فرید الله شاه له دفتره و خپل کلي ته په سرکاري موټر کښې روان وو چې د ډېره اسماعیل خان او بنو پر سړک د غورېواله پولیسو تاڼې په حدودو کښې نامعلو وسله والوپرې برید وکړ. په پېښه کې د هغه ډرایور ژوبل شوی دی.

د پېښې ذمه واري لا هم چا نه ده منلې، د بنو دپولیسو مشر صادق بلوڅ وایي پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG