د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم د فاټا مسوده پارلمان ته د وړاندېکولو هوکړه ورکړه


د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي

په اسلام اباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ تېره ورځ د کابينې غونډه وشوه چې پکې د فاټا په خېبر پښتونخوا د ګډولو په اړه د اییني ترمیمي بل مسوده په پارلمان کې د وړاندې کولو منظوري ورکړل شوه.

د تېر خالي په ورځ د قامي امنیت کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې سول او پوځي چارواکیو د فاټا اصلاحاتو عملي کولو منظوري ورکړه،او پر دې موافقه وشوه چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړي.

بلخوا د قبایلي سیمو د خېبر پښتونخوا صوبې سره د ممکنه شاملولو خلاف تېره ورځ جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د خېبر ایجنسۍ په لوړاګې کې یوه مظاهره وکړه.

مظاهرچیانو وویل، دوی فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو خلاف دي او بایدفاټا یو بېله صوبه جوړه کړل شي. په دغه مظاهره کې د جمیعت علما اسلام یو ځایي مشر سیدکبیر اپریدي وویل د فاټا د اییني حیثیت بدلولو په اړهدې د ټولپوښتنه وشي.

د خیبر پولیټیکل انتظامیه وایي مظاهره چیانو په خیبر دره کې د تورخم لاره د څه وخت لپاره د هر ډول ټرافیک پرمخ تړلې وه، چې وروستو پرانستل شوه.

نور راپورونه

د ملګرو ملتونو رپورټ فاټا د پاکستان تر ټولو غريبه سيمه ياده کړې

د فاټا ولس د خپلو حقونو لپاره د جرګو پرځای مظاهرې کوي

XS
SM
MD
LG