د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ ښايي له اون سره پر ټاکلې نېټه و نه ویني


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دې کافي امکان شته چې د شمالي کوریا له مشر کیم یونګ اون سره یې د جون په ۱۲ مه نېټه لیدنه و نه شي او وځنډېږي.

ولسمشر ټرمپ په سېشنبه په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي این سره د خبرو پر مهال د سنګاپور د هغه لیدنې په اړه شک څرګند کړی چې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ او کیم خپلو کې وګوري.

هغه خبریالانو ته وویل، کیدای شي دا لیدنه په ټاکلي وخت ونه شي، خو د دې چانس شته چې په یو بل وخت کې سره وګوري.

ولسمشر ټرمپ وویل دا به ډېر زر څرګنده شي چې د شمالي کوریا له مشر سره یې لیدنه په ټاکل شوې نېټه کېږي او که نه.

ولسمشر ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر مون د لیدلو مقصد د کم یونګ اون سره د معاملې کولو ګډه سټراټیژي ښه کول وو.

شمالي کوریا په وروستیو کې د امریکا او جنوبي کوریا شریک پوځي مشقونه غندلي او په غبرګون کې یې د شمالي کوریا مذاکرات ځنډولي او په دې اړه شکونه پېدا شوي دي چې ایا دغه سرمشریزه به وشي او که نه. بلخوا ولسمشر مون په خپلو خبرو کې د دغه لېدنې په اړه هیله ښودلې چې امکان دی په خپل وخت به وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG