د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ۱۷کاله جګړې پس هم افغانستان یو خطرناک هېواد دی'


کندهار کې د موټربم چاودنې لوخړې پورته کېږي. ۲۲ مې ۲۰۱۸
کندهار کې د موټربم چاودنې لوخړې پورته کېږي. ۲۲ مې ۲۰۱۸

د امریکا حکومت د څارنې یویا دارې په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو وسله وال فعالیت پر وړاندې د امریکا نوې سټراټیژۍ لږ پرمختګ کړی دی او له ۱۷ کاله جګړې وروسته هم افغانستان یو خطرناک او بې ثباته هېواد دی.

د امریکا د دفاع، د بهرنیو چارو وزارتونو او د نړیوال پرمختیا لپاره د امریکايي ادارې چارواکو د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بریدونو په حواله په یو راپور کې ویلي، د مارچ تر ۳۱مې نېټې په دریو میاشتو کې په افغانستان د پرمختګ یو څو نښې لیدل شوي دي.

دا راپور کانګریس ته وړاندې شوی دی.

رپورټ زیاتوي، طالبانو او داعش ډلې په کابل کې لويې بریدونه کړې دي چې پکې په سلګونه کسان وژل شوي دي.

په رپورټ کې ویلي شوي چې طالبانو سیمو نیولو ته دوام ورکړی او د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې ترهګرییز بریدونه پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG