په پاکستان کې د خیر ښیګړې ادارې ایدهي فاونډېشن مشر ویلي چې له تېرو درې ورځو راهیسې په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ له وجې ۶۵ کسان وژل شوي دي.
د یادې ادارې مشر ایدهي فيصل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې زیاتره خلک په غریبو سیمو کې مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ډاکټرانو په وینا ډېری کسان د تودو څپو له کبله مړه شوي دي.
بلخوا د سیند صوبې د صحت محکمې سیکرېټري فضل الله له ډان ورځپانې سره په خبرو کې د ګرمۍ له وجې د مړینې دا خبرونه رد کړي دي.
د موسمیاتو محکمې چارواکیو ویلي دي چې د دوښبنې په ورځ په کراچۍ کې د تودوښې لوړه درجه ۴۴ سېنټي ګرېډه وه.
د پاکستانيو چارواکو په وینا د کراچۍ په ګډون د سیند په بېلا بېلو سیمو کې د ۲۰۱۵م کال د جون په مياشت کې هم د تودو څپو له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه شوي ول.