د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هيله من يو پاکستان به په خړ يا تور ليست کې رانه شي"


رانا افضل
رانا افضل

په پاکستان کې چارواکي وايي د فايننشل ايکشن ټاسک فورس نومې نړيوالې ادارې د خړ او تور ليست څخه بچ کېدو لپاره يې د سختدريځو ډلو د پېسو راجمع کولو او تورو پېسو مينځنې يا مني لانډرينګ خلاف ګامونه پورته کړې دي.

د پاکستان د خزانې سټېټ وزير رانا محمد افضل د مې په يوويشتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د يادې ادارې ټولې پوښتنې ځواب کړي او که بيا هم په دغه ليست کې اچول کېږي نو دا به يوه سياسي پرېکړه وي.

هغه زياتوي: ((زه امېد لرم چې دغه اداره به مطمينه شي. ځکه چې اوس له پاکستانه د پېسو پر ويستلو او راننويستلو څارنه ډېره شوې ده. په بانکي سیسټم هم څار زیات شوی دی. سخت دريځې ډلې هم نه شي کولی چې پېسې راټولې کړي. ستاسي که پام وي نو سخت دريځې ډلې هيڅ ښکاري نه! دا موږ چې د دې شيانو د کنټرول لپاره کوم ګامونه اخیستي، دا د بل هر هېواد د هغوی په شان قوي دي. دا اوس په FATF پورې اړه لري چې څه کوي.))

پاکستان له سرحده بهر هيڅ ايجنډا نه لري نو ځکه بايد نه په خړ او نه تور ليست کې راشو.
رانا افضل

د فرورۍ په مېاشت کې ايف، ای، ټي، ايف يا پر پېسو د څار نړيوالې ادارې، تر يوې غونډې وروسته ويلي وو چې پاکستان د ترهګرو ډلو د مالي مرستو په بندولو کې ناکامه شوی دی او تر جون مياشتې پورې وخت ورکوي چې که لازم ګامونه يې وانخيستل نو په خړ ليست کې به يې واچوي.

د سياسي اقتصاد د چارو پوه، اکرام هوتي وايي که پاکستان په دې ليست کې راشي نو دا به ورته اقتصادي او سياسي زيان ورسوي او نړيوالې کمپنۍ به پکې پانګونه نه کوي. د هغه په وېنا نړۍ د وسله والو ډلو پر ضد د پاکستان عمومي پاليسۍ او کاروايي ته ګوري.

ماته نه ښکاري چې پاکستان به فايننشل ايکشن ټاسک فورس اداره قانع کړای شي
اکرام هوتي

نوموړی وايي: ((د مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو الزام غټ دی. حکومت یې بايد له ځانه ليري کړي. بل دا چې ترهګري يوازې په پېسو بندولو نه بندېږي. سياسي، سماجي، اقتصادي او انتظامي امکانات به يې ختمول غواړي. که پاکستان له دې ليسته ځان ژغورل غواړي نو بايد چې دا کارونه وکړي.))

د سختدريځو ډلو له خوا په ازاد مټ د پېسو راټولونې له کبله پاکستان په ۲۰۱۲ کال کې هم په خړ ليست کې اچول شوی وو خو په ۲۰۱۵ کال کې له دې کبله وويستل شو چې د فايننشل ايکشن ټاسک فورس ادارې ترمخه ځيني مطمينونکي ګامونه یې واخيستل.

XS
SM
MD
LG