د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د وسله والو خلاف قانون سخت او جندالله ډله ترهګره اعلان کړه


کېدای شي د نوي فرمان تر عملي کولو وروسته د حافظ سعيد په ځينو ادارو هم بندېزونه ولګي
کېدای شي د نوي فرمان تر عملي کولو وروسته د حافظ سعيد په ځينو ادارو هم بندېزونه ولګي

د پاکستان کورنيوو چارو وزارت د ولسمشر ممنون حسېن د نوي فرمان يا آرډيننس له مخې جندالله وسله واله ډله غېرقانوني اعلان کړې ده. د فرورۍ په دېارلسمه دې وزارت په خپل يو نوټيفيکېشن کې ويلي چې د يادې ډلې فعاليت ښيي چې دا ترهګره ډله ده.

جندالله په ۲۰۱۴ کال کې د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوه او وروسته يې د داعش ملاتړ اعلان کړ.

د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر د ترهګرۍ پر ضد قانون کې د ترميم په کولو سره يو آرډيننس جاري کړ چې ورسره اوس ټولې هغه ډلې او افراد چې ملګرو ملتونو ترهګر اعلان کړي، په پاکستان کې هم ترهګر ګڼل کېږي.

حافظ سعيد خلاف څه نشته. کله چې پر پاکستان فشار راشي نو هغه د يوې، دوو يا دريوو مېاشتو لپاره پر کور نظر بند کړي. خو کېدای شي د نوي قانون سره د هغه په ادارو سختي ډېره شي
پخوانی بريګيډېر اسد منير

په دوی کې د ملګرو ملتونو له خوا تر بندېز لاندې جماعت الدعوه ډله هم ده. د دې ډلې مشر حافظ سعيد دی چې د امريکې له خوا ترهګر اعلان شوی او لس ميليونه ډالر انعام يې پرې ايښی دی. خو د ناکټا اداره چې د کاالعدم تنظيمونو ليست او دهغوی پر فعاليتونو نظر ساتي، لا هم حافظ سعيد په دې لړليک کې نه دی شامل کړی.

د دې ادارې مشر احسان غني د فرورۍ په دېارلسمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا د کورنيوو چارو وزارت کار دی چې لا تر اوسه يې دوی ته يې په تور ليست کې د حافظ سعيد، جماعت الدعوه نومونو شاملولو په اړه څه نه دې ويلي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته دا آرډيننس رسېدلی دی. خو ما په بشپړ ډول نه دی مطالعه کړی دی. کله چې د کورنيوو چارو وزارت دا ډلې او کسان کاالعدم وګرځوي نو بيا به يې موږ ته رالېږي او موږ به په دې اړه مخکې کار کوو.))

حافظ سعيد په هند کې د ترهګرو فعاليتونو پلانولو لپاره تورن شوی دی. په پاکستان کې هغه د يوې مودې لپاره پر کور نظر بند ساتل شوی وو خو عدالت نوموړی له تورونو سپين کړی دی. امريکا او هند پر دې کار نيوکې لري. د دې نوي صدارتي آرډيننس سره به د خافظ سعيد سره په مبيينه توګه تړلو، الرشيد ټرسټ او الاختر ټرسټ ادارې هم غيرقانوني اعلانېدو ته لار هواره شي.

صدارتي آرډيننس هغه وخت کېږي چې پارليمان رخضت وي. لکه دا اوس. خو وروسته پارليمان کولی شي دا فرمان په دايمي توګه د قانون برخه کېږي.
قاضي انور

د قانوني چارو پوه، قاضي انور وايي آرډيننس د څلورو مېاشتو لپاره وي خو تر مخې يې کاالعدم ګرځول شوي ډلې د همېشه لپاره ناقانونه پاتې کېدلی شي.

حافظ سعيد د څو ګوندونو او ډلو څخه جوړ د دفاع پاکستان کونسل برخه دی. ډېر مينه وال لري او څو ځل يې لويې جلسې کړي دي. د پاکستاني پوځ پخوانی افسر، بريګېډير اسد منير وايي په داسې حال کې چې دا آرډيننس مهم دی، پر سعيد او ادارو به يې عملي کول اسانه نه وي.

ياده دې وي چې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې کال په لومړۍ ورځ پر پاکستان يو ځل بېا نيوکې کړي وي چې په وېنا يې د وسله والو ډلو پر ضد يې سمه کاروايي نه ده کړې. خو اسلام اباد وايي دوی په ترهګرو کې ښه او بد نه ګوري او د ټولو پر ضد يو شان پاليسي لري.

XS
SM
MD
LG