د لاسرسي ځای

تازه خبر

مايک پامپيو نن د ايران پروړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلانوي


د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

په پام کې ده چې د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن دوشنبه د ايران پروړاندې د امريکا نوې ستراتيژي اعلان کړي.

نوموړی په اپرېل کې د امريکا بهرنيو چارو وزير وټاکل شو، او دا به‌ يې لومړۍ لويه وينا وي.

پامپيو به په خپله وينا کې له ايران سره پر نوي اټومي تړون د سلا کېدو لپاره، ډيپلوماټيکې لار-نقشه په ډاګه کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت چارواکیو تېره اوونۍ وويل، دغه نوې تګلاره به د ايران د ګواښونو پروړاندې د مقابلې لپاره يو چوکاټ رامنځ ته کړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير دا وينا په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټومي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او پر تهران‌ يې بيا اقتصادي بندېزونه ولګول.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وويل، پامپيو د دې وينا په درشل کې د جرمني، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ځينې سلا مشورې کړې دي.

د امريکا تر څنګ، چين، روسيه، جرمني، فرانسه او بريتانیا هم د دغه اټومي تړون له لاسليکوونکیو څخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG