د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مقتدا الصدر اتحاد په عراق کې تر ټولو زیاتې پارلماني چوکۍ ګټلې دي


مقتدا الصدر د خبري غونډې پرمهال
مقتدا الصدر د خبري غونډې پرمهال

د عراق انتخاباتي کمیشن لخوا نن د خپرو شوو حتمي نتیجو ترمخه، د مقتدا الصدر په مشرۍ شیعه اتحاد په پارلیمان کې د ترټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

دا سرکاري نتیجې تر هغه وروسته اعلان شوې چې د مئ پر ۱۲مه په ملي کچه انتخاباتو کې وزیراعظم حیدر العبادي ایتلاف پر دریم نمبر راغلې وو.

د ایران ملاتړ لرونکیو ملیشو سره د اړه لرونکيو کاندیدانو ایتلاف په دویم نمبر راغلی دی.

د انتخاباتو د نتیجو ترمخه، یوې ډلې هم په پارلیمان کې تر پنځوسو زیات سیټونه نه دې ګټلي.

تمه ده چې د حکومت جوړولو لپاره خبرې څو میاشتې دوام وکړي. مقتدالصدر چې د امریکا مخالفت کوي، د بغداد په ښاري سیمو کې زیات پلویان لري.

نوموړی په ۲۰۰۳م کال کې د امریکايي ځواکونو ضد جګړه کې د برخې اخیستونکی مهدي ځواک وسله والې ډلې مشر هم پاتې شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG