د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي هېوادونو سرمشریزې د اسرایل له خوا د فلسطینیانو وژنه وغندله


د اسلامي هېوادونو سازمان د ډيسمبر ۲۰۱۷م کال سرمشريزه.
د اسلامي هېوادونو سازمان د ډيسمبر ۲۰۱۷م کال سرمشريزه.

د ترکيې په استنبول کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړې سرمشريزه کې د اسراييل لخوا په غزه کې د فلسطنيانو وژنه په کلکه غندلې ده.

د اسلامي هېوادونو سازمان په مشترکه اعلاميه کې راغلې چې اسراييل پر غزه پوله د ګل په ورځ په ارادي توګه ۶۰ فلسطينان وژلي وو.

دوی د فلسطينانو ابادي خوندي ساتلو لپاره د نړيوال سوله ساتونکي ځواک ليږلو غږ هم کړی دی.

فرانس پریس خبري اژانس ليکي چې په اعلامیه کې پر امريکا هم سخت تنقيدونه شوي دي او ويلي شوي چې امريکا هم له اسراييل سره په دې جرم کې شريکه ده.

د اسلامي هېوادونو سازمان بيړني غونډه د تيرې نهې په ورځ پر غزه پوله د اسرايلي ځواکونو له لوري د ۶۰ فلسطينانو تر وژلو وروسته رابلل شوې وه.

په هغه ورځ پر غزه پوله فلسطينانو په بيت المقدس کې د امريکايي سفارتخاني د پرانستلو پرضد مظاهره کوله.

بلخوا اې پي خبري اژانس ليکي چې د اسلامي هېوادونو سازمان په دې ځانګړې سرمشريزه کې د فلسطين د مسلې پر حل کولو زور راوړل شوی دی.

د فلسطين په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډو کې داسې غوښتنې مخکې هم شوې وي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود وايي چې د سازمان غړو هېوادونو اختلافاتو له وجې موثره دريځ به مخې ته رانيشي.

ده وویل، "په اخلاقي توګه به اثر پروځي خو په سازمان کې تضاد موجود دي. په دې کې تر ټولو زيات مخالفت د سعودي عرب له ايران سره دی. سعودي عرب له اسراييل سره تعلقات دومره ښه کړي دي چې داسې ښکاري دواړه اتحاديان دي. له داسې حالاتو خلک ګومان کوي چې او آی سي له مخکې نه کمزورې ده او دې سره به نوره کمزوري شي."

طلعت مسعود وايي چې د دې اختلافاتو باوجود سازمان اواز پورته کړی دی بلکې د نړۍ نورو ټولنو او هېوادونو هم د اسرايل غندنه کړې ده.

ده وويل چې که چېرې د اسلامي هېوادونو ترمنځ په سمه توګه همکاري پيداشي او د دې فعالولو کوښښ وشي نو د دې اثر به په راتلونکې ورځو کې ښکاري شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG