د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه کې د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه کېږي


د اسلامي هېوادونو سازمان د ډيسمبر ۲۰۱۷م کال سرمشريزه
د اسلامي هېوادونو سازمان د ډيسمبر ۲۰۱۷م کال سرمشريزه

پراګ - د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وينا وه چې د بيت المقدس په اړه به د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه د جمعې پر مازيګر کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په دې لړ کې ځينې نورې غونډې هم ترتيب شوي دي.

((ترکيې د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه وربللې ده. زموږ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سبا [جمعه] په دې غونډه کې د ګډون لپاره روانېږي. د بهرنيو چارو سېکرټري تهمينه جنجوعه هلته رسېدلې ده. د ځېنو نورو چارواکو غونډه نن [پنجشنبه] ده. سبا [جمعه] سهار به د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه وي او مازيګر به سرمشريزه وي. ټوله اسلامي نړۍ د فلسطين پر موضوع يوه خُله ده او هيله ده چې دا سرمشريزه به مثبته پايله ولري.))

ډاکټر فېصل زياته کړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو له قراراد سره سم په سيمه کې د فلسطيني شخړې دوه رياستي حل غواړي.

د مې پر ۱۴مه نېټه د غزه او اسرایيل پر پوله د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ۶۰ فلسطینیان ووژل شول او څه باندې ۱۲۰۰ ژوبل شول. اسراییل ویلي و چې ځواکونه یې د خپلو پولو دفاع کوي. دا پېښه له هغه وروسته رامنځ ته شوه کله چې زرګونه فلسطيانو د مې پر ۱۴مه نېټه له هغه وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې امريکا په بېت المقدس کې خپله سفارتخانه پرانيستل.

دا چې د اسلامي هېوادونو سازمان يا او ای سي دغه سرمشريزه به پر نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا او اسراييل پر تګلارو څه اغېز ولري او که نه؟ په دې اړه په پېښور کې د نړيوالو چارو پوه پروفېس ډاکټر اعجاز خټک وايي چې دا غونډه يوازې له سفارتي او د خلکو د رايې بدلولو له پلوه ارزښت لري.

((او ای سي نه دومره حېثيت لري او نه دومره طاقت دی چې ګنې سبا به پوځ ولېږي او پر اسراييل به حمله وکړي. دا غونډه دا اهميت لري چې غندنه وکړي او د خلکو رايې جوړه کړي. د اسراييل او امريکا د دې عمل غندنه نورو هېوادونو هم وکړه او دوی يې هم کوي. بل طرف ته دوی نه د امريکا بايکاټ (پرېکون) کولای شي او نه جګړه ورسره کولای شي، او نه هم له اسراييل سره جګړه کولای شي.))

نوموړی زياتوي چې له تل ابيب څخه بېت المقدس ته د امريکايي سفارتخانې انتقالول مذهبي لانجه نه ده ځکه چې يو شمېر اروپايي هېوادونو هم د دې پرېکړې مخالفت کړی و.

ترکيه دا وخت د اسلامي هېوادونو سازمان مشري کوي. دغه هېواد د تېر کال [۲۰۱۷] په ډيسمبر مياشت کې هم له هغه وروسته په استنبول کې د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه وربللې وه چې کله امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې خپله سفارتخانه به له تل ابيب څخه بېت المقدس ته انتقالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG